په زابـل ولایت کې د حاجیانو د سهمیې د وېش په موخه قرعه کشي ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۴۶
mmd

د زابـل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له خوا د یو شمېر شهیدانو د وارثینو او معلولینو لپاره د حج سهمیې د قرعه‌کشي پروسه د یاد ریاست د رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانـش، د شهيدانو او معلولينو چارو آمر محترم مولوي فضل الدین آغا او د متقاضیانو په شتون کې په شفاف ډول ترسره شوه.

 په پېل کې محترم ملا عبدالحکیم دانش ټولو ګډونوالوته د قرعه کشي پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او په یاده پروسه کې یې د پوره شفافیت ډاډ ورکړ.

د قرعه کشي په پایله کې (۱۴) تنه مستحق کسان بریالي اعلان شول او نورو ګډونوالو هم د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست څخه د عادلانه او شفافې پروسې د ترسره کولو مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS