په بلخ ولایت کې د شهيدانو او معلولينو پر (۱۲۰۰) مستحقو کورنيو باندې د قربانۍ غوښې ووېشل شوې
د نېکمرغه لوی اختر په لومړۍ ورځ د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یو منظم پروګرام په ترڅ کې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو پر (۱۲۰۰) مستحقو کورنيو باندې د قربانۍ غوښې ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال د اقتصاد رياست او د ولايت مقام استازو هم شتون درلود.