په اروزګان ولایت کې (٤٩٠) تنه مستحق کسان له ژمنېو مرستو څخه برخمن شول

د اروزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (٤٩٠) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د ژمنېو توکو مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلۍ شاملې وې، ووېشل شوې.
یادې مرستې د اروزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د مؤسسې د استازو په حضور کې په شفاف ډول ووېشل شوې.