په ارزګان ولایت کې د (۱۱۰) شهیدانو کورنېو او معلولینو سروې او بررسۍ ترسره شوه
د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د دې ولایت اړوند په چهارچینو ولسوالۍ کې د شهیدانو او معلولینو د (۱۱۰) کورنيو سروې او بررسۍ ترسره شوه.
په دې لړ کې د یادو کورنیو سره له نږدې لیدنه وشوه، اړوند اسناد یې و ارزول شول او د بايومټریک په موخه یې اړین معلومات هم راټول شول.
د دې پروسې اصلي موخه د واقعي مستحقینو پېژندنه، د نغدي مرستو شفاف وېش او له جعل او تزویر څخه مخنیوی دی، له دې لارې به مرستې مستحقو کورنیو ته په عادلانه ډول ورسېږي او د ملي بودیجې د ضایع کېدو مخه به ونیول شي.