ویاند سره اړیکه

 

mmd

 

ښاغلې مفتي فیصل خاموش په ۱۳۷۱ لمریز کال چې ۱۹۹۲ زیږدیز کال سره سمون خوري، د خیبر پښتونخوا د صوابی ضلع په سیمه کې په یوې عالمې او دیندارې کورنې کې سترګې نړې ته غړولي، پلار یې حاجی عظیم نومیږې چې په اصل کې د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ اوسیدونکې دی، ښاغلي مفتي فیصل لومړنۍ زده کړې  د کلي له ښوونځي څخه پیل کړي او تر نهم ټولګي پورې یې ښوونځې ولوست، خو وروسته بیا یې د دیني علومو سره د زیاتې مینې له کبله د قرآن عظیم الشان حفظ پیل کړ، او دغه پړاو يې په درې کالو کې بشپړ کړ، ورورسته یې بیا دیني علومو د زده کړې په موخه په مدرسه کې شامل شو، د اقتصادي ستونزو سره سره ښاغلي فیصل د دیني علومو د زده کړې وړه دوره له خپل تره ښاغلي شیخ صاحب محمد عالم حقاني سره پاۍ ته ورسوله، بیا یې د پاکستان هېواد په یوې نامتو مدرسه کې چې په مدرسه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک مشهوره ده، د لويي دورې لپاره داخله واخیسته دا هغه وخت وه چې په یاده مدرسه کې  افغان طالبانو ته ډیره کمه ونډه ورکول کیده، خو ښاغلې مفتي فیصل د خپلې پوهې او وړتیا درلودلو له کبله وتوانید چې په یادې مدرسه کې شامل او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ښاغلي مفتي فیصل هم په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې له یادې مدرسې څخه فارغ شو، او ددې تر څنګ یې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون ته هم د حفظ القرآن د لویو او وړو دورو آزموینې ورکړي چې په لوړو نومرو یې سندونه ترلاسه کړي دي.

د دیني زده کړو تر څنګ یې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې زده کړې هم کړي او په یادو برخو کې د ښې وړتیا نه برخمن دی.

د ښاغلې مفتي فیصل پر وینا کله چې د اکوړه خټک مدرسې او دارالعلوم د لوې دورې څخه فارغ شو، د خپل تره ښاغلي شیخ صاحب محمد عالم حقاني د لارښونې سره سم د تخصصي زده کړو په موخه يې د اکوړه خټک په بلې مشهوره مدرسه کې چې په جامعة القاسمیه مدرسې په نامه شهرت درلود شامل شو، هلته یې په فقه او حدیث کې د تخصص دوره پیل کړه. د تخصص د زده کړو په لړ کې

ښاغلي فیصل نوروته د خپلې پوهې د لیږدولو او ګټې رسونې په موخه د کتاب لیکلو هوډ وکړ او (( د ضعیف حدیث ډولونه او پرې عمل کول الحدیث الضعیف والعمل به )) تر نامه لاندې د کتاب یوه لویه برخه ولیکله، او خپلو استادانو  ته یې د مناقشې لپاره وړاندې کړه. ښاغلي مفتي فیصل په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې په لوړو درجو د فقې او حدیث په برخه کې په ښو نمرو د تخصص  سند ترلاسه کړ. له تخصص وروسته ښاغلي فیصل د زده کړې سره د زیاتي مینې له کبله بیا هم د سیاسي علومو د زده کړې په موخه د نړیوالو اړیکو یا  international relationship په څانګه کې شامل شو، او هلته یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د نامتو استادانو تر څارنې لاندې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، چې د هغوي څخه د څو مشهور استادانو لکه  جامعې قاسمیې مهتمم ښاغلې مفتي حبیب الله قاسمي د اسلامي امارت پخوانی ویاند ښاغلې ملا عبدالحی مطمئن،  د اسلامي امارت د لوړو زده کړو معین ښاغلې ملا خیرالله خیرخواه  او د ښاغلي ملا عبدالهادی مجاهد نومونه یادولی شو. همدا راز مفتي صاحب په پښتو، اردو، عربي، فارسی، او انګلیسي ژبوکې هم پوره مهارت لرې،

د سیاسي علومو د زده کړو د فراغت وروسته نوموړی د جنوب حلقې(خوست، پکتیا او پکتیکا) ولایتونو کې دشهیدانو او معلولینو چارو کمیسیون د معاون په توګه و ټاکل شو، تر څو د شهیدانو او معلولینو  اړونده چارې منظمې او چټکې شي څه موده وروسته د کابل والي ښاغلي جبار آغا او د کمیسیون ټولو غړو  ورڅخه وغوښتل تر څو د کابل ولایت د ابتدائې محکمې د  قضا چارې پر مخ یوسي، خو ښاغلې فیصل چې د شهیدانو او معلولینو خدمتونو رسونې ته لیواله وه یاده دنده یې قبوله نکړه.

د نوموړي په وینا د حلقې د معاون په توګه څو ځلي هېواد د هئیت په توګه هم راغلې  تر څو د یتیمانو او معلولینو د معاشاتو د ورکړۍ په اړه څارنه او ارزونه وکړي، همدا راز ددې ترڅنګ ښاغلي فیصل  د اکوړه خټک په یوې مدرسه  کې  د استادی سپېڅلې وظیفه دنده هم ترسره کړې او همدارنګه یې د صوابی د مهاجرینو کمپ د فقهي مجلس د محرر په توګه شاوخوا یونیم کال خدمت کړې، وروسته بیا د مشرانو د هدایت سره سم هېواد ته د هیئتی لپاره راغلې وه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د مشرانو لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو د مسئول په توګه پر دنده وګمارل شو، چې اوس مهال د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسئول په توګه دنده پر مخ وړي.

 

مفتي فیصل خاموش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د مسئول

0705152652 : Phone

Email: sohailkhamoosh402@gmail.com