معلولیت لرونکو وګړو ته د کارموندنې خبرتیا!
معلولیت لرونکو وګړو ته د کارموندنې خبرتیا!!
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بېلابېلو وزارتونو او ملکي خدمتونو ادارو ۳۱ (پینځم او شپږم) بستونه، چې یوازې معلولیت لرونکو وګړو ته ځانګړي شوي د ازادۍ سیالۍ له لارې په ډله ییز توګه اعلان ته سپارلي دي.
هغه معلولیت لرونکي وګړي، چې په شرایطو برابر دي او د دندې وړتیا او لېوالتیا لري، کولای شي د خپلې خوښې بست ته غوښتنلیک ډک کړي.
ستاسې کولای شئ معلولیت لرونکو وګړو ته ځانګړي شوي بستونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د وېب سایټ په دې لینک https://iarcsc.gov.af/pa/ کې وګورئ.
د هرې ادارې بست ته د غوښتنلیک ډکولو وروسته غوښتنلیک خپلو ضمیمه شویو اسنادو سره د اړوندې ادارې د بشري سرچینو ریاست ته وسپارئ.
تاسې کولای شئ د ملکي خدمتونو غوښتنلیکونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وېب پاڼې https://iarcsc.gov.af/pa/ څخه ډانلوډ کړئ.
په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ:
۰۷۹۵۴۱۴۲۸۲
۰۷۹۰۶۵۵۵۵۵