د پکتیکا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۹:۲۸
mmd

یاده اداري غونډه چې د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په يادې جلسې کې ګډونوالو ته د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له طرزالعمل او پالیسۍ سره سم د چارو پر مخ وړلو، د مراجعینو سره د ښه چلند، په چارو کې د ښې همغږۍ په رامنځته کولو، دندو ته د پر وخت حاضرېدو او د يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په تړاو لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه

یاد جومات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز په اساس او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د منظورې سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه په دوه پوړونو کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۶:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې (۲۰۰) تنو یتیمانو ته خوراکي توکي چې په هغه کې شپږ بورې اوړه، شپږ بوتله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۷
Background image

په لغمان ولايت کې (۳۱۸) تنه یتیمان او بېوزله کسان د حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د HHRD خیریه مؤسسې په همکارۍ په دې ولايت کې (۳۱۸) تنو مستحقو یتیمانو او اړمنو کسانو ته د کمپيوټر او موبايل ترميم همداراز د خیاطۍ او د. . .

BACK TO NEWS