د پکتیکا ولایت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۳۱

د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج  په مشرۍ يوه پلاوي د ياد ولایت اومني او چابران ولسواليو ته سفرونه ترسره کړل، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې ليدنې وکړې، د هغوی احوال یې واخیست، ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او اړتیاوو ته یې د بشپړې رسېدنې ډاډ ورکړ او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.

همداراز نوموړي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د کور په کور سروې د بهير د لا ښه والي په موخه د ولسواليو مدیرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د دې سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یادو ولسوالیو له مسؤلينو سره وکتل او د هغوی څخه یې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د لا خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د تل په څېر د نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS