د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د ولسوالیو مدیرانو ته لس ورځنۍ رونیزه برنامه پای ته ورسیده.
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د ولسوالیو مدیرانو لپاره لس ورځنۍ رورنیزه برنامه چې د یادې ادارې د لزوم دید په اساس پر لاره اچول شوې وه، نن ورځ پای ته ورسېده.
دغه برنامه کې د ادارې، مدیریت، تثبیت، مشاهدې، تخطیط، راپور جوړونه، ارزونه، املاء او انشاء برخو کې د ولایتي مجرب او مسلکي کارمندانو لخوا تطبیق شوه.
د برنامې په پای کې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي محمد رسول حنفي ګډون کوونکو ته عالمانه وینا وکړه او په ترڅ کې یې یادونه وکړه چې دغه برنامه ستاسو د مدیریتي وړتیاوو لوړولو په موخه جوړه شوې وه مونږه هیله مند یو چې دلته تدریس شوي مواد په خپلو ورځنیو چارو کې تطبیق او عملي کړئ تر څو مو چارې منظمې او قانوني پر مخ تللي وي۔
د برنامې ګډون کوونکو یاده برنامه ډېره موثره وبلله او د ریاست مقام څخه یې مننه وکړه چې ددوی د وړتیاوو لوړولو په موخه یې اغیزمنه برنامه پر لاره اچولې وه، دوی تعهد وکړ چې خپلې سپارل شوې چارې به په پوره اخلاص، صداقت، او دقت سره ترسره کوي تر څو دغه بې وزله او ناتوانه قشر ته د ښو خدمتونو جوګه شي.
