د هېواد د خپلواکۍ ګټلو د سلمې کلیزې د نمانځنې کمېسیون خپله دویمه غونډه ترسره کړه

mmd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۳ - ۱۳:۳۴
عکس

د هېواد د خپلواکۍ ګټلو د سلمې کلیزې د نمانځنې کمېسیون خپله دویمه غونډه ترسره کړه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین اریوبي په لارښوونه د هېواد خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په شانداره توګه د نمانځنې کمېسیون خپله دویمه ناسته وکړه.

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځنې کمېسیون په دې ناسته کې د ټاکل شویو کمېټو د تېرې اونۍ د فعالیتونو راپور واورېد او پر نویو مسولیتونو خبرې وشوې.

یاد کمېسیون د جشن د مالي لګښتتر څنګ د جشن د ترسراوي نېټه او ځای هم وټاکه چې د جشن له ترسره کولو څو ورځې وړاندې به روښانه شي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په پام کې لري، چې دا ځل د هېواد د خپلواکۍ ګټلو سلمه کلیزه د ځانګړو او شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځي.

په دې جشن کې به د معلولیت لرونکو وکړو او د شهیدانو د کورنیو سربېره د مختلفو برخو ۲۵۰۰ کسان ګډون وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS