د نظامي شهيدانو او معلولينو ستونزو ته رسيدنه مو لومړيتوب دی

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۹:۳۶
xc

د نظامي شهيدانو او معلولينو ستونزو ته رسيدنه مو لومړيتوب دی

نن د ليندۍ په دوېيمه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي، د نظامي شهيدانو ورثې او معلولينو استازو سره ليدنه وکړه.

د ناستې په پيل کې د نظامي شهيدانو وارثينو او معلولينو استازو له ښاغلي اريوبي سره د حقونو د ځنډ، کارموندنې، زده کړو، استوګنځيو، د نظامي شهيدانو وارثينو او معلولينو ژوند ته د لا پاملرنې او وزارت سره د غوره همغږۍ په برخو کې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې د امورو او کارونو د لا ښه تنظيم او د شهيدانو کورنيو او معلولينو ستونزو ته د پر وخت رسيدنې په پار يې له ده سره ستونزې او معلومات شريک کړل.

ښاغلي اريوبي وويل: چې د نظامي شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزو ته رسيدنه د ياد وزارت لومړيتوب دی او په دې برخه کې د پاموړ لاسته راوړنې هم لري.

د ښاغلي اريوبي په خبره، چې د نظامي شهيدانو او معلولينو قربانۍ د قدر وړ دي او ستونزو ته د رسیدنې سربیره، د يادګار او درناوي په ډول به ورته د کابل په ښار کې يو منار هم جوړ کړي.

ښاغلي اريوبي څرګنده کړه، چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه او کارکوونکي ژمن دي، چې د ټولنې ياد قشر لپاره د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې کړي او ستونزو ته يې پر وخت رسيدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

BACK TO NEWS