د معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسيدنې په برخه کې به د ايران اسلامي جمهوریت د تجربو او ملاتړو بنسټونو له ظرفيتونو ګټه واخېستل شي

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۹:۴۵
xs

د معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسيدنې په برخه کې به د ايران اسلامي جمهوریت د تجربو او ملاتړو بنسټونو له ظرفيتونو ګټه واخېستل شي

نن د مرغومې په ۱۵مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي، د ويډيو کنفرانس له لارې په ايران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفير او د جمهوري رياست فوق العاده استازي، ښاغلي عبدالغفور لېوال سره خبرې وکړې.

په پيل کې ښاغلي آريوبي د هغه ټولشموله سند په تړاو، چې ټاکل شوې د افغانستان اسلامي جمهوريت او ايران ترمنځ لاسليک شي، خبرې وکړې وويل، د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه د افغانستان حکومت له کاري لومړيتوبونو څخه دی‌ او هيله ده، چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت او معلولينو څخه ملاتړ ته د سند په سر کې ځای و کړل شي.

ښاغلي آريوبي د معلولينو په برخه کې د ايران اسلامي جمهوريت له تجربو او په دې برخه کې د دوی کاري بنسټونو له ظرفيتونو څخه ګټه اخیستنه مهمه وګڼله او د دواړو هېوادونو د دولتي او غيردولتي بنسټونو ترمنځ يې د همغږۍ د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه.

د معلولينو د تحقيقاتي انسټیټیوټ رئيس دريا خان بهير هم ګډونوالو ته د انسټیټیوټ په هکله معلومات ورکړل وويل: چې د معلولينو انسټیټیوټ د معلوليت د عواملو په تړاو لومړني تحقيقات پيل کړي او اړتيا ده، چې په ايران کې مېشت افغان کادرونه ددې مرکز په تخنيکي برخه کې دوامداره همکاري وکړي.

د کنفرانس په پای کې په ايران کې د افغانستان لوی سفير او د جمهوري رياست فوق العاده استازي، سرڅېړوونکي عبدالغفور لېوال د معلولينو په برخه کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په اوږدمهالو بنسټيزو برنامو خوښي وښوده وويل: د افغانستان او ايران ترمنځ د ټولشموله سند د لاسليک لپاره ټول تخنيکي کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به ياد سند لاسليک شي.

نوموړي دغه سند د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره اساسي چتر وباله او زياته يې کړه، په دې سند کې پنځه کاري کميټې وجود لري، چې عبارت له اقتصادي، اوبو، کډوالو، امنيتي او فرهنګي چارو د تنظيم کمېټو څخه دي او د معلوليت لرونکو وګړو په تړاو بحث به په اقتصادي او فرهنګي کمېټو کې ځای پر ځای کړو.

ښاغلي لېوال د دواړو هېوادونو د معلولینو څخه د ملاتړ بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د زياتوالي په هکله ډاډ ورکړ او د پيامبر اعظم د پياوړتيا مرکز لپاره يې د ايران دولت د مالي او تخنيکي ملاتړ په راجلبولو هم بحث وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS