د لوګر ولايت مقام، وزير لعل الدين آريوبي او ور سره مل پلاوی وستايه

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۵:۱۰
mmd

د لوګر ولايت مقام، وزير لعل الدين آريوبي او ور سره مل پلاوی وستايه

نن دوشنبه (۳۱،وږې) د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي او ور سره مل پلاوي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو له نږدې اورېدو او هواري په موخه لوګر ولايت ته سفر وکړ، چې د لوګر د خلکو له تود هرکلی مخ شول.
د لوګر ځوان والي اجمل شاپور د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي، په وزارت کې د اصلاحي پروګرامونو او شفافيت ستاينه وکړه او د لوګر د خلکو په استازيتوب يې ترې مننه وکړه، چې د جګړې ځپلو ولسونو لپاره يې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو او فساد د مخنيوي په برخه کې د زيات کار کولو سره يې ياد وزارت ته وياړونه ور بښلي دي.
ښاغلي وزير د لوګر د والي د ستاینو او مننې په ځواب کې، د ولسونو لپاره خدمت پر خلکو احسان نه؛ بلکه خپل مسوليت وباله او د لوګر ځوان والي ته يې د نوې دندې د مبارکۍ په دود لونګۍ او د لوګر ولايت مرستیالې ته يې چپنه ډالۍ کړل.
د لوګر والي د وزارت مقام څخه د ورغلي پلاوي هڅې او د ولسونو پر وړاندې د خدمت تعهد ستاینه وکړه او د مننې او ستاينې په ډول يې ياد پلاوی ته د افغانانو د غوره مشرۍ سيمبول (لونګۍ) ډالۍ کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS