د غزني ولايت د قرباغ ولسوالۍ ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر
د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش د یاد رياست د مدیرانو په ملتيا، د قره باغ ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې ېې واورېدې او د رسیدګي په برخه کې یې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
همداراز د یادو کورنيو سره یې نغدي مرستې هم ترسره کړې.
نوموړي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي او د هغوی د کور په کور سروې له بهیر څخه له نږدې ارزونه وکړه او د ولسوالي اړوند مدیر ته یې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یادې ولسوالۍ له مسؤلينو سره ليدنه وکړه او د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت سره یې د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه.
