د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۶۰۰) تنو مستحقینو ته خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، مستحقینو ته په شفاف او منظم ډول ورکړل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په پوره توګه نظارت ترسره کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS