د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۳:۵۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د حبیب ګلزار شرکت په همکارۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو وېش بهیر د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د پرمختيايي پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید او د حبیب ګلزار شرکت مسؤلينو په شتون کې ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې د حبیب ګلزار شرکت تر دې مخکې هم په روژې مبارکه میاشت کې د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۱۳
Background image

پنجشېر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي کمال‌الدین رحیمي په مشرۍ په یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۲:۳۷
Background image

په خوست ولايت کې پر (۲۵) تنو معلوليت لرونکو وګړو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د خوست ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ په همکارۍ په یاد ولایت کې پر (۲۵) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل.

په ورته وخت کې هغو معلولیت لرونکو وګړو چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۲:۳۵
Background image

په کندز ولایت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نداء الخیر مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې او هر مستحق ته (۵۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

د. . .

BACK TO NEWS