د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۵۰) تنو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې
په یادو مرستو کې چې وریجې، اوړه، غوړي او ځینې نور توکي شامل وو، د (HHRD) خیریه مؤسسې له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشل شول.
د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د یادې مؤسسې مسؤلینو حضور درلود.