د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې وزارت وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ او د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د‌ یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې، د چارو د لاښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په هکله ټینګار وشو.

همداراز په دې غونډه کې ګډونوالو هم د وزارت د چارو د لا اغېزمنتيا په موخه خپل ارزښتناک وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

په ارزګان ولایت کې (۴۰۰) مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

دوشنبه د ۱۴۰۵ کال د تلې ۲۰ مه

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د. . .

BACK TO NEWS