د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند او ورسره مل پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د دې سفر په ترڅ کې د سرپل ولایت له والي محترم الحاج مولوي محمد ظریف مظفر سره وکتل، د دې کتنې پر مهال د والي مرستیال محترم الحاج محمد نادر حقجو، د امربالمعروف رئیس محترم الحاج مولوي روزالدین مسعود، د امنیې قوماندان محترم الحاج مولوي عبدالبصیر، د لواء قوماندان محترم الحاج مفتي محمد مقتصد، او کوهستاناتو د ولسوالۍ ولسوال محترم الحاج مولوي نورالحق هم حضور درلود.
په دې کتنه کې محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وویل: د شهیدانو کورنېو پالنه او د هغوی د یتیمانو لاسنیوی یواځې د هغوی د قریبانو، ملګرو او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست دنده نه ده، بلکه زموږ او تاسو د ټولو ګډ مسؤلیت دی ترڅو په ښه توګه د هغوی پالنه او پوښتنه وکړو.
محترم وزیر صاحب وويل: په ټول هېواد کې څه باندې ۶۵۰ زره یتیمان، معلولین او کونډې ثبت شوې دي او د اسلامي امارت د عالیقدر مشرتابه له خوا دې وزارت ۱۲ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده، د یادې بودیجې څخه تر دې دمه اووه میلیارده افغانۍ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لومړېو شپږو مياشتو د نغدي مرستو په توګه ورکړل شوي دي.
هغه همداراز یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: موږ په دې هڅه کې یو چې د معلولینو او یتیمانو د استوګنې لپاره ښار ګوټي جوړ کړو تر څو هغوی ته د هوسا ژوند لازم امکانات برابر شي.
په ورته وخت کې د سرپل ولایت والي محترم الحاج مولوي محمد ظریف مظفر محترم وزیر صاحب ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یاد ریاست ستونزو ته د پر وخت رسیدګي ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: موږ به د خپل وس په اندازه هڅه وکړو چې د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړو تر څو د یاد ریاست پر وړاندې شته ستونزې حل او د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته ښه خدمتونه وړاندې شي.
همداراز د دې کتنې پر مهال د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش هم په مرکز او ولایتونو کې د ثبت او راجسټر شويو یتیمانو، کونډو او معلولینو د آمارو او ارقامو په هکله معلومات وړاندې کړل او په یاده پروسه کې یې د شفافیت په هکله وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې مهاله تقريبا ۲۸۰۰۰ تنه هغه غیر مستحق یتیمان، کونډې او معلولین چې د منظور شوې طرحې مطابق نه وو، د هغوی نومونه یې د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو له لیستونو څخه ایستلي دي.
همداراز د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا سيف الرحمن ابوطلحه وویل: چې د روان کال له پیله تر اوسه په دې ولایت کې نږدې دوه نیم زره تنو ته میاشتنۍ نغدي مساعدتونه حواله شوې دي.
په دې سفر کې چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد او د ډېټابېس او معلوماتو رياست د پروژې مالي مسؤل محترم مولوي شبیر احمد خادم د محترم وزیر صاحب ملتیا کوله، د فدایانو کورنېو، متعددو شهیدانو کورنېو او همداراز د هغو معلولینو لیدو او پوښتنې ته هم ورغلل، چې د تېر شل کلن جهاد پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر یادو کورنېو او معلولینو سره د خواخوږۍ او همدردۍ ترڅنګ نغدي مرستې هم ترسره کړې.
سرپل ولایت ته د محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سفر اصلي موخه د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر ارزونه، له نږدې څخه د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د وضعیت څارنه، د هغوی د ستونزو او غوښتنو اوریدل او د شهیدانو کورنېو او معلولینو سره د نغدي مرستو ترسره کول یاد شوې دي.
د یادونې وړ ده چې محترم وزیر صاحب تر دې وړاندې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د شهیدانو له کورنېو او معلولینو سره له نږدې کتلي وو، د هغوی د ستونزو او غوښتنو د اوریدولو تر څنګ له هغوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړې وه.