د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د همکارۍ دغه هوکړه لیکونه د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د نصیر خیریه بنسټ مسؤل محترم محمد جواد ترمنځ لاسلیک شول، د یوه هوکړه لیک له مخې به، د کابل ولایت اړوند (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور مواد شامل وي، چمتو او ووېشل شي.
همداراز د دویم هوکړه لیک له مخې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ لسو (۱۰) تنو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه زرنج نقلیه وسایط واخیستل شي او د هغوی په واک کې به ورکړل شي، په دې ترتیب به هر مستحق وګړی د (۱۰۸) زره افغانيو په ارزښت زرنج نقلیه وسایط ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، د یادو پروژو ټولیز ارزښت دوه (۲) میلیونه او (۸۳۰) زره افغانۍ کېږي چې د کابل او غزني ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به د یوې میاشتې په موده کې تطبیق شي.