د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۱۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، ځینې نور خوراکي مواد او د حفظ الصحې توکي هم شامل وو.

همدارنګه د یتیمانو د هڅونې په موخه، د هغو (۶) تنو یتیم زده‌کوونکو لپاره چې نومونه یې د قرعه‌کشي له لارې انتخاب شوي وو، تشویقي مرستې ووېشل شوې؛ چې له دې جملې څخه درېو هلکانو ته بایسکلونه او درېو نجونو ته د خیاطۍ ماشینونه ورکړل شول. سربېره پر دې، یو شمېر نورو زده‌کوونکو ته هم تشویقي ډالۍ ووېشل شوې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید، د شهیدانو چارو ریاست استازي محترم سید منیر آغا او د یادې مؤسسې مسؤلینو حضور درلود، چې د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په هر اړخیز ډول نظارت ترسره کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۰
Background image

په لغمان ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو په موخه پروژه پیل شوه

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو لپاره د صحي اوبو د برابرولو په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د درې (۳) څاګانو د کيندلو چارې پیل کړې.

تمه ده چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د وطن د پرمختیا او مرستو مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۲) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د وطن د پرمختیا او مرستو(WRDWD) مؤسسې سره د (۲) میلیونه او (۲۰) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

BACK TO NEWS