د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د بشري حقونو، آزادیو او بشر پالنې مرستندویه مؤسسې (I.H.H) سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۲:۵۱

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د بشري حقونو، آزادیو او بشر پالنې مرستندویه مؤسسې (I.H.H)  استازي محترم عبدالله تر منځ لاسلیک شو چې د هغه پر بنسټ به یو سل او پنځه اتیا (۱۸۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته نغدي مرستې ووېشل شي چې په ترتیب سره به هر مستحق وګړی سل (۱۰۰) امریکائي ډالره د نغدي مرستې په توګه ترلاسه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې شوې پروژې ټوليز ارزښت اتلس زره، اووه سوه او پنځوس (۱۸۷۵۰) امريکايي ډالره دى، چې په خوست ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۱۳
Background image

د باميانو ولايت خلکو د دې ولایت د والي او د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس کړنې او فعالیتونه وستایل

د بامیانو ولايت ځايي اوسېدونکو د دې ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي او د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې او په چارو کې یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۱۳
Background image

په کندهار ولایت کې(۲۵) تنه یتیمان او معلولین د حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مسؤلینو په هڅو د بشري سرچینو د مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ (۲۵) تنه بي سرپرسته یتیمان، او معلولین چې د صابون او شامپو جوړولو په برخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۱۳
Background image

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې یو سل او دیرشو (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پنځه میاشتنی پروګرام پیل شو

د ۱۴۰۳ کال لپاره د فني او حرفوي زده کړو (د موبایل، یخچال، آیرکنډیشن، کورني برېښنایي وسایلو، موټر، موټرسایکل، جنراټور، کمپیوټر ترمیم او همداراز د خیاطۍ زده کړې) په برخو کې د (HHRD) خیریه. . .

BACK TO NEWS