د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
د دې غونډې په ترڅ کې د وزارت اړوند پر یو لړ مهمو موضوعاتو باندې هر اړخیزې خبرې وشوې، په ځانګړي توګه، یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په هکله ټینګار وشو.
همداراز په دې غونډه کې ګډونوالو هم د چارو د لاښه سمون او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د محترم وزیر صاحب له لوري هغوی ته لازم هدایات ورکړل شول.