د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د انساني مرستو مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د انساني مرستو مؤسسې مسؤل محترم نصر الله شینواري ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې، په جوزجان او کندز ولایتونو کې د یو شمېر کونډو مېرمنو لپاره د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د کورنۍ نانوایي او د دوکانونو اړین وسایل واخیستل شي او د هغوی په واک کې به ورکړل شي.
د یاد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال د بهرنيو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حقشناس د انساني مرستو مؤسسې څخه مننه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې خپلې مرستې لرې پرتو ولایتونو ته هم وغځوي، تر څو په یادو سیمو کې د ټولنې دغه زیانمن قشر له مرستو څخه برخمن شي.
د یادونې وړ ده، د دې پروژې مجموعي لګښت (۲۵) زره او (۵۱۲) ډالره کېږي او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق شي.