د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق‌شناس او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې د رئيس محترم محمد ذوالقرنین عباس ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو، چې موخه ‌یې د یتیمانو لاسنیوی، ملاتړ او د هغوی لپاره د مرستو برابرول دي.

د دې هوکړه لیک پر اساس به، په کابل ولایت کې (۳۵۰) تنو یتیمانو لپاره اختریزې کڅوړۍ چمتو شي، په دې ترتیب، هر یتیم ته به د (۳۱۵۰) افغانيو په ارزښت جامې، بوټان او نور وسایل ورکړل شي.

د هوکړه‌ لیک د لاسلیک پر مهال، محترم ملا صدوخان حق‌شناس د اسلامي هوساینې له نړیوالې مؤسسې څخه د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره د شویو مرستو مننه او قدرداني وکړه او د مؤسسې له مسؤل یې وغوښتل چې خپلې مرستې د شهيدانو او معلولينو چارو له وزارت سره په همغږۍ پراخې کړي، ترڅو د اړمنو وګړو ستونزو ته په مؤثره توګه رسیدګي وشي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۱۷) زره او (۸۵۹) ډالره کېږي او د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي ودانۍ او اړوندو برخو د ترمیم ساختماني پروژې په موخه، د آفر پرانستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي ودانۍ او اړوندو واحدونو د ترمیم ساختماني پروژې په موخه، د آفر پرانستنې غونډه د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت په دفتر کې، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

BACK TO NEWS