د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د احساس د ټولنیزو خدمتونو مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۱۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی لاسنیوي په موخه، د احساس د ټولنیزو خدمتونو مؤسسې سره د (۲) لکه، (۱۵) زره او (۲۵۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک له مخې به، په (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې په کابل، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې نغدې مرستې ووېشل شي. دا مرستې به یتیمانو ته په دوو پړاوونو کې ورکړل شي او په هر پړاو کې به هر یتیم (۱۲۰) ډالر ترلاسه کړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د احساس د ټولنیزو خدمتونو مؤسسې مرستیال محترم روح الله صاحبزاده ترمنځ لاسلیک شو، چې پروژه به یې د یوه کال په موده کې د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق شي. 

محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه، د مؤسسې له مسؤل سره یې د یتیمانو، کونډو او معلولیت وګړو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او یادونه یې وکړه چې په افغانستان کې ګڼ شمېر یتیمان، کونډې او معلولین شتون لري او د هغوی لاسنیوی او ملاتړ زموږ ګډه مسؤلیت دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري شمس الامین زهیر د غزني ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS