د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۲۷
mmd

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو او بېوزله کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبيا او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د‌ مرستو د وېش پر مهال د پروژو د تطبيق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم آمر محترم صفي الله سدید او د خیریه مؤسسې مسؤلینو حضور درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه  څارنه ترسره کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS