د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت اړوند د دوو رياستونو لپاره ډېټابېسونه ډیزاین او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۴۸
mmd

په چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د اسنادونو د لا ښه خونديتوب په موخه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د دې وزارت اړوند د دفتر ریاست او د اداري خدمتونو رياست لپاره ځانګړي ډېټابېسونه ډيزاين او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د یادو ریاستونو لپاره ډیزاین شوي ډېټابېسونه به، د خدمتونو وړاندې کولو پر کیفیت، مؤثريت او د ورځنیو چارو د پرمختګ او چټکتيا سبب وګرځي، همداراز د معلوماتو په خوندي ساتلو، منظم والي او د اسانه لاسرسي په برخه کې هم رغنده رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده چې د اداري خدماتو ریاست د  مرکزي ډیپو ډېټابېس ډېر پیچلی او مهم وو، خو په کمه موده کې په معياري ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. همدارنګه تر دې وړاندې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست او د ټولنیزو خدمتونو ریاست لپاره هم ورته ډېټابېسونه جوړ شوي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS