د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزیر د کونړ ولایت د اسنادو څېړنو کمېسيون غړو، مستوفي، د ښارجوړونې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو سره وليدل

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۸:۴۸
aa

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزیر د کونړ ولایت د اسنادو څېړنو کمېسيون غړو، مستوفي، د ښارجوړونې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو سره وليدل

نن (چهار شنبه،۲۲سلواغې) د ولايتي سفرونو په ترڅ کې، د شهيدانو او معلولينو په چارو سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي، د کونړ محترم والي محمد اقبال سعيد په شمول، د ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنو کميسيون له غړو، مستوفي، د ښارجوړونې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو سره لیدنه وکړه.

په ياده ليدنه کې د کونړ مستوفي، د ښارجوړونې رييس، ښاروال، د سترې محکمې، لويې څارنوالۍ، عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې او ملي امنيت استازو، د کونړ د شهيدانو او معلولينو چارو آمر او د ولايت مقام باصلاحيته چارواکو ګډون کړی و.

ښاغلي فاروقي، د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څيړنې کمېسيون له غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.

د ښاغلي فاروقي په خبره، چې دوی ته د شهيدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو ته پر وخت رسیدنه لومړيتوب لري او د هغوی لپاره باید د ژوند له لومړنيو اړتياوو، تر روغتيايي او تحصيلي زمينو برابرولو پورې اسانتياوې برابرې شي.

همداراز ښاغلي فاروقي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د حقوقو او امتيازاتو ورکولو په برخه کې د اسانتياوو را منځته کولو او بانکي سازۍ په تړاو خپلې غوښتنې، لارښونې او وړاندېزونه، د کونړ له محترم مستوفي سره شريک کړل.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو ورثې او معلولینو لپاره د استوګنځیو پر وېش او د اسایشګاوو جوړولو په هکله هم خبرې وکړې او په دې تړاو یې د کونړ له خلکو سره وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې شریکې کړې. په ورته وخت کې یې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د کاري عرفو د توزیع په پروسه کې د عدالت ټینګښت، برابرۍ په پام کې نیولو سره د کونړ ښاروال ته لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته پر وخت رسېدنه باندې ټینګار وکړ او له اړونده چارواکو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ناستې په پای کې د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنو کميسيون غړو، مستوفي، د ښارجوړونې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو له محترم وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي او ور سره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې، وړاندېزونه يې له نږدې واورېدل او کونړ ولايت ته يې سفر را وکړ.

ښاغلي فاروقي د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو پروسې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ، د وزارت له اړخه له ټولو ولایتي مسوولو چارواکو سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه او له وزارت سره د ولايتي ادارو د همغږۍ او همکارۍ د لا زياتوالي په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS