د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي د پروان له مستوفي سره وليدل

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۹:۵۰
ds

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي د پروان له مستوفي سره وليدل

نن سه شنبه (د تلې میاشتې اتمه) د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي پروان ولایت ته د ولايتي سفر په ترڅ کې د دې ولایت مستوفي سره د شهيدانو او معلولينو د حقونو او امتيازاتو د ورکړې او بانکي سازۍ په اړه ناسته وکړه.

ښاغلي آريوبي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د کلنيو حقونو او امتيازاتو د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتياوو د را منځته کولو او بانکي سازۍ په هکله خپل وړاندېزونه، غوښتنې او نظرونه د پروان مستوفي سره شريکې کړې.

د پروان مستوفي ښاغلي آريوبي او مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د یاد ولایت د جګړو او سيلاب ځپلو ولسونو د ستونزو د اورېدو او حل په پار يې دغه ولايت ته سفر وکړ او د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د امتيازاتو د ورکړې پروسې د بانکي سازۍ بهير د چټکتيا په تړاو يې له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت وروستي پرمختګونه، اصلاحاتو، د فساد مخنيوی او د اسنادو د ثبت او ارزونې سيسټم برېښنايي کېدل وستایل او په چارو کې يې د برياوو هيله وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS