د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر (۹۸) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل
د زابل د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په مرکز کې پر (۹۸) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې شپږ ډوله خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، بوره غوړي او ځيني نور توکي شامل وو، ووېشل او په ورته وخت کې هر مستحق ته یو اندازه نغدې پېسې د لارې کرايې په توګه هم ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د یادو مرستو د وېش پر مهال د زابل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش، د یادې مؤسسې ولايتي مسؤل محترم اسدالله عليزي او د اقتصاد رياست استازي حضور درلود.
یادې مرستې د فني او حرفوي زده کړو په زده کوونکو او همداراز پر یو شمېر کونډو باندې ووېشل شوې.