د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس د دې ولایت د مارمل ولسوالۍ د علماؤ او قومي مشرانو سره وکتل

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۹:۳۳
mmd

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د دې  ولايت مارمل ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ ولسوال محترم الحاج حافظ رسول ابوذر، امنیې قوماندان، علمای کرامو، قومي مشرانو او یو شمېر معلولينو سره له نږدې وکتل.

د دې کتنې په ترڅ کې محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د حقوقو په هکله مفصلې خبرې وکړې او زياته ېې کړه: اسلامي امارت د هېواد ټولو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ځانګړې پاملرنه لري او  هغوی ته پرته له هر ډول تبعيض څخه میاشتني نغدي مساعدتونه ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS