د بشردوستانه مرستو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، پر یو شمیر جګړو ځپلو هیوادوالو د خوراکي توکو مرستې وويشلې

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۹:۱۳
ss

د بشردوستانه مرستو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، پر یو شمیر جګړو ځپلو هیوادوالو د خوراکي توکو مرستې وويشلې.

نن سه شنبه، د مرغومي په ۲۳مه، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ د COMAC موسسې د مرکزي دفتر لخوا له جګړو زيانمنو ۳۱ کورنیو ته د خوراکي توکو کڅوړې وویشل شوې.

د يادو مرستو د ويش پرمهال، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکي معاونيت مرستيالې جمیلې نورستانۍ هم ګډون درلود.

اغلې نورستانۍ په هېواد کې د وروستیو پېښو د شهیدانو او ټپيانو کورنیو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ، د COMAC مرستندويه موسسې له مشرتابه مننه وکړه چې له وزارت سره په همغږۍ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له جګړو ځپلو خلکو سره مرستې کوي.

د یادونې وړ ده، چې په ويشل شويو خوراکي توکو کڅوړو کې اوړه ، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره او نور اړین توکي شامل وو.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له لوري له جګړو ځپلو هيوادوالو سره په مرکز او ولايتونو کې د مرستو لړۍ دوام لري.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۵:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د وزارت مسولینو او کارکوونکو سره تعرفي لیدنه وکړه

نن چهارشنبه د (سلواغی میاشتې ۸ نېټه) د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د وزارت مرستیالانو، رئيسانو، مشاورینو او کارکوونکو سره وکتل؛

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په رسمي توګه د دې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

نن سه شنبه د (سلواغې میاشتې ۷ نېټه) د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلی پوهنمل حمید الله فاروقي د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رییس. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۰:۱
Background image

معلوماتو ته د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسانه لاسرسي په موخه د وزارت ویب سایټ موبایل اپلکېشن ته بدلېږي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر لعل الدین آریوبي او د رهبرۍ غړو ته د وزارت ویب سایټ د موبایل اپلیکېشن بڼې ته د بدلولو د کار د لومړي پړاو په اړه معلومات وړاندې شوه.

BACK TO NEWS