د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نداء الخیر مؤسسې ترمنځ د همکاری هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Tue, May 19 2026 9:13 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د نداء الخیر مؤسسې سره د (۲) لکه او (۵۲) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک له مخې به، په کندهار، فراه، غور، هرات، کندز، پروان، زابل، فاریاب، هلمند او ارزګان ولایتونو کې (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د نداء الخیر مؤسسې رئیس محترم حمزه کوکسال ترمنځ لاسلیک شو، چې د تطبیق چارې به یې د پورته ذکر شویو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ پر مخ یوړل شي او د یوه کال په موده کې به دغه پروژه تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS