د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د وطن د پرمختیا او مرستو مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۲) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Wed, May 06 2026 8:56 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د وطن د پرمختیا او مرستو(WRDWD) مؤسسې سره د (۲) میلیونه او (۲۰) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک پر اساس به په کنړ ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو او اړمنو کورنیو ته نغدي مساعدتونه ووېشل او هره کورنۍ به (۱۰۱۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ترلاسه کړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د وطن د پرمختیا او مرستو مؤسسې استازي محترم شمس الدین عابد ترمنځ لاسلیک شو او د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS