د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

asad_admin
Tue, Feb 17 2026 12:05 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني نن ماسپښین په خپل کاري دفتر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال محترم الحاج مولوي عبیدالله امین زاده او راغلي پلاوي سره لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت او د معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شاه ولي مسافر هم حضور درلود.

په پیل کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ټول هېواد کې د یادو قشرونو لپاره د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېش مسؤلیت پر غاړه لري، په همدې موخه دغه وزارت په مرکز او ولایتونو کې هر کال د یتیمانو، کونډو او معلولینو کورونه له نږدې سروې او مشاهده کړي، هغه کسان چې د وزارت له منظور شوې طرحې مطابق وو، د هغوی لپاره یې میاشتني نغدي مساعدتونه حواله کړي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ټینګار وکړ چې د دواړو وزارتونو ترمنځ اغېزمنه همغږي کولای شي د خدمتونو کیفیت لا ښه او پراخ کړي په همدې موخه یې له مقابل لوري وغوښتل چې د هغو یتیمانو لیستونه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر پالنې لاندې دي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره شریک کړي، څو د مشاهدې وروسته هغه کسان چې د نغدي مساعدتونو طرحې له شرایطو سره برابر وي، له میاشتني نغدي مساعدتونو څخه برخمن شي.

په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د مرکز او ولایتونو په کچه د ثبت شویو یتیمانو او معلولینو د پالنې په اړه معلومات وړاندې کړل او د دواړو وزارتونو ترمنځ یې د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ، نوموړي ډاډ ورکړ چې د یادو کسانو لیستونه به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره شریک کړي، څو د واقعي مستحقینو د پېژندنې او ملاتړ پروسه لا منسجمه او چټکه پر مخ ولاړه شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS