د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر نه سوه(۹۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

nasrat_admin
Sat, Jul 27 2024 11:38 AM
mmd


 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ او همغږۍ په دې وزارت کې پر (۹۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې په يادو مرستو کې اوړه، وريجې، لوبیا، نخود، بوره او  غوړي شامل وو.
د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس محترم مفتي فيصل خاموش، د پرمختيايي پروژو د څارنې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د پلانونو د تطبیق او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي او یادې مؤسسې ځینو مسؤلينو حضور درلود.
د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش په مرکز او ولایتونو کې د یادې مؤسسې له کړيو مرستو څخه مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو او  مؤسسو یې وغوښتل چې له دې زیانمن شوي قشر سره لازمې مرستې وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS