په کندهار ولایت کې(۲۵) تنه یتیمان او معلولین د حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

nasrat_admin
Mon, Apr 08 2024 11:13 AM
mmd

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مسؤلینو په هڅو د بشري سرچینو د مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ (۲۵) تنه بي سرپرسته یتیمان، او معلولین چې د صابون او شامپو جوړولو په برخه کې مسلکي مهارتونه زده کړي وو، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ترڅنګ د حرفې اړوند ابزار او وسایل او همداراز یوه اندازه نغدي مرسته هم ترلاسه کړه.

فارغ شویو کسانو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازي او دیادې مؤسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د خپل مسلک پر مټ به خپلې کورنۍ ته حلاله روزي پیدا کوي تر څو د بل د محتاجي څخه یې د خلاصون لاره پیدا کړې وي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازي د مهمو لارښوونو ترڅنګ د معلولینو څخه وغوښتل چې د یادې حرفي څخه د ټولنې د اړتیاوو او د حلالۍ روزي د ترلاسه کولو په موخه له خپل مسلک څخه پوره استفاده وکړي او د هر ډول آسانتیاوو په رامنځ ته کولو کې به د معلولینو سره پوره همکارۍ کوي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS