د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین آریوبي نن سه شنبه د (زمري ۲۹) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

mmd_admin
Tue, Aug 20 2019 3:47 PM
انځور


د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ژوند د ښه والي لپاره ګډ کار، همغږۍ او همکارۍ ته ژمن یو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین آریوبي نن سه شنبه د (زمري ۲۹) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې یې ښاغلي عمرا خان منیب ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس د سلاکار په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او خوښي یې وښوده، چې د یاد قشر په برخه کې یو باتجربه شخص ته دا مسولیت ورسپارل شوی دی.

ښاغلي آریوبي د جمهور رییس سلاکار ته ډاډ ورکړ، چې د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ژوند د ښه والي لپاره ګډو طرحو او پلانونو جوړولو، مشترک کار، همغږۍ او همکارۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې به خپلې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

ښاغلي عمرا خان منیب د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د جلالتماب وزیر ترسره کړي او روان خدمتونه وستایل او د مننې تر څنګ یې پر مشترک کار، همغږي او دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS