د کندهار ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
dzd

د کندهار ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د کندهار ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند د (۲۱۵۰) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوق د دوی بانکي حسابونو ته استول شوي دي او دوی ته (۱۷۷۸۴۷۰۳۳) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې شهیدانو د حقوقو ورکړې کار په جریان کې دی. دوی ته (۲۸۹۴۸۱۵۷۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده، چې د کاري پروسې له نهایي کېدو سره به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي.
(۱۲۸) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شوي دي او دوی ته (۱۳۲۲۱۰۸۴) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې معلولینو حقوق هم تر کار لاندې دي، چې د پروسې له بشپړېدو سره به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي. پاتې نظامي معلولینو ته (۳۲۴۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
د (۱۰۱۵) ملکي شهیدانو حقوق ورکړل شوي دي او (۴۵۶۷۵۰۰۰) افغانۍ بودیجه ورته په پام کې نیول شوې وه. د پاتې ملکي شهیدانو د حقوق ورکړې پروسه په جریان کې ده، چې ژر به یې کارونه بشپړ او بانکي حسابونو ته واستول شي. دوی ته (۲۳۹۸۵۰۰۰) بودیجه ځانګړې شوې ده. همدارنګه (۱۰۹۵) ملکي معلولینو حقوق د دوی بانکي حسابونو ته لېږل شوي دي او (۶۶۴۰۶۵۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې لګېدلې ده. د پاتې معلولینو حقوق تر کار لاندې دي، چې ژر به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي. دوی ته (۴۲۷۷۶۸۵۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

Latest announcements

Sat, Dec 14 2019 1:19 PM
Background image

Examination of Scholarships and Completion Processes Submitted to the MHE

Examination of Scholarships and Completion Processes Submitted to the Honorable Ministry of Higher Education

Thu, Nov 28 2019 9:52 AM
Background image

Bachelor scholarships for Heirs of Martyrs & Disable people (Civilians)

India has announced 35 Bachelor scholarships for Heirs of Martyrs & Disable people (Civilians)

Thu, Nov 28 2019 9:45 AM
Background image

Bachelor Scholarships for Heirs of Military Martyrs

India has announced 377 Bachelor Scholarships for Heirs of Military Martyrs

Back to announcements