د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

asad_admin
Thu, Jul 16 2026 9:48 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم حضور درلود.

په پیل کې محترم وزیر صاحب د سویلي افریقا څخه راغلو علماوو او سوداګرو ته ښه راغلاست وویل، د یتیمانو، کونډو او معلولینو په ژوند کې شته ستونزو او اړتیاوو ته یې اشاره وکړه او ویې ویل، موږ سره داسې یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي ثبت دي چې د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو ترڅنګ د کورنۍ د سرپرستۍ مسؤلیت پر غاړه لري او درملنې او نورو خدمتونو ته هم جدي اړتیا لري، که د دغو کورنیو لپاره د مرستو او ملاتړ زمینه برابره شي، نو د هغوی د ژوند ډېری ستونزې به هوارې او اقتصادي وضعیت به یې ښه شي.

همداراز د سویلي افریقا څخه راغلو علماوو  او سوداګرو د دې وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو له معین محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند سره هم جلا لیدنه وکړه، محترم معین صاحب هغوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د تېر شل کلن جهاد او له شوروي یرغلګرو سره د جهاد پر مهال د افغان ولس سره د اسلامي نړۍ د مسلمانانو د همکاریو او ملاتړ ستاینه وکړه او ویې ویل: مسلمانان د یو بل وروڼه دي او افغان ولس به هېڅکله د خپلو مسلمانانو وروڼو مرستې او همکارۍ هېرې نه کړي او د خپل وس او توان په اندازه به د هغوی د احسان او همکارۍ بدله ورکړي او د ورورولۍ دا اړیکې به لا پیاوړې کړي.

په ورته وخت کې د سویلي افریقا څخه راغلو علماوو په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت د ټول امت لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای وباله، د افغان ولس د اوږدو کلونو قربانیو، سرښندنو او استقامت ستاینه یې وکړه او ویې ویل چې د دغو قربانیو پایله د اسلامي نظام حاکمیت دی، چې د اسلامي نړۍ د مسلمانانو زړونه یې خوښ کړي دي.

یادو علماوو همدارنګه د اسلامي امارت له مشرانو او مسؤلینو سره خپلې لیدنې د ځان لپاره لوی سعادت او ارزښتناک فرصت وباله.

همداراز د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په دې لیدنه کې وویل چې په افغانستان کې د اسلامي نظام د افغان ولس د کلونو کلونو جهاد، قربانیو، سرښندنو او نه ستړې کېدونکو مبارزو ثمره ده او د افغانستان اسلامي امارت خپلو امکاناتو ته په کتو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کوي او هغوی ته میاشتني نغدي مساعدتونه برابروي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS