د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
Wed, Jul 08 2026 9:07 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي کاري غونډه ترسره کړه.

دغه غونډه د وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې رئیس محترم محمد آصف فولاد او ورسره راغلي تخنیکي پلاوي هم ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس جوړول یو مهم او بنسټیز ګام وباله او ویې ویل چې دا پروژه به د یتیمانو د زده کړو، روزنې او هر اړخیز پرمختګ لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي، هغه د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې د همکاریو او هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د یتیمانو د ژوند ښه والی او هغوی ته د ښو خدمتونو وړاندې کول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

وروسته د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې تخنیکي پلاوي د یاد تعلیمي کمپلکس د طرحې او جوړولو د لومړنیو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په دې کمپلکس کې به یوه څلورپوړیزه اداري ودانۍ، د زده‌کوونکو لپاره د لوبو میدان، مجهزه طعام‌خونه، لیلیه، یو څلورپوړیز تعلیمي مرکز چې (۴۲) درسي او اداري خونې به ولري، جومات، د غونډو عصري تالار او د موټرو لپاره مناسب تمځای جوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې د دې تعلیمي کمپلکس د جوړولو چارې به د (۲۰) میاشتو په موده کې بشپړې شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS