د معلولینو د بیاځواکمنتيا په رياست کې د‌ (۸۰) تنو معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام پیل شو

asad_admin
Tue, Dec 23 2025 10:02 AM

د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام د معلولینو د بیاځواکمنتيا رياست له لوري د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي مرسته د دې رياست د رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع په حضور کې پيل شو.

دغه ښوونيز پروګرام چې د دوو ورځو لپاره دوام مومي، د معلولیت لرونکو کسانو د پوهاوي د لوړولو په موخه تنظیم شوی دی، په دې پروګرام کې به (۸۰) تنو ته د اسلام له نظره د معلولینو د حقونو او همدارنګه د بیړنیو لومړنیو مرستو په برخه کې مهمې زده‌کړې ورکړل شي.

د پروګرام په پيل کې د دې رياست د حسي او حرکي څانګې آمر محترم زاهدالله آفاقي د معلولینو د بیاځواکمتیا ریاست د فعالیتونو او کړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د معلولینو د بیاځواکمنتيا رياست له لوري سږ کال (۸۹۴۳) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې صحي خدمتونو وړاندې شوي، چې (۵۳۳۳) تنو ته په ارتوپيدي، (۱۴۵) تنو معلولینو د مصنوعي پښو جوړونې، همداراز (۲۶۶۴) تنه د فزيوتراپي او (۸۰۱) تنه نور یتیمان، کونډې او معلولین په ذهني او رواني برخو کې له صحي خدمتونو څخه برخمن شوي دي، همداراز نوموړي د اسلام مبارک دين له نظره د معلولینو د حقونو په اړه هم مفصلې خبرې وکړې.

په دې پروګرام کې محترم ډاکټر خان مایار د یاد ریاست کارکوونکي د لومړنیو مرستو په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل. نوموړي د وینې فشار، د ټپونو او د مار چیچلو پر وخت د لومړنيو مرستو او اړینو اقداماتو د ترسره کولو په هکله ګډونوالو ته مهمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د ګډونوالو سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS