د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

asad_admin
Tue, Nov 18 2025 9:24 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید پر اساس محترم قاري شمس الامین زهیر د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د نوي آمر په توګه د محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني لخوا د یاد آمریت کارکوونکو ته معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

د معرفي په غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي محمد انور برادر، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم او د وزارت یو شمېر آمرینو او کارکوونکو حضور درلود.

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د نوي آمر د معرفي په غونډه کې اړوندو کارکوونکو ته د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې، د محترم قاري شمس ‌الامین زهیر تېرې کړنې او هڅې وستایلې او ورته یې د چارو په ترسره کولو کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS