د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

asad_admin
Thu, Sep 25 2025 9:10 AM

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عنايت الله د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د دې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري کارکوونکو ته معرفي او خپله دنده یې رسماً پیل کړه.

د معرفي په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د پنجشېر ولايت د والي مرستيال محترم ملا شاه ملنګ روح الله، د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د جهادي مدرسې استاد محترم شیخ مسیح الله مصدق او د یاد ولایت اړوند یو شمېر رئيسانو او آمرینو شتون درلود.

په دې پروګرام کې محترم مولوی محمد موسی صدیقي په خپلو خبرو کې د هرې ادارې د موخو په ترلاسه کولو کې د تغیر او تبديل اهمیت ته اشاره وکړه او د محترم مولوي کمال‌الدین رحیمي چې تر دې وړاندې‌ د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په توګه دنده ترسره کوله، د شهيدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د هغه هڅې وستایلې.

همداراز محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو ترمنځ بشپړه همغږي، د اداري سلسلې مراتب مراعاتول، د شته سرچينو څخه  مؤثره استفاده او د پلان او دندو لايحې له مخې د سپارل شویو چارو ترسره کول یې د هرې ادارې د پرمختګ لپاره مهم اصول وبلل.

په دې پروګرام کې د پنجشېر ولایت د والي مرستیال محترم ملا شاه ملنګ روح الله هم په ادارو کې د بدلون او تغيير پر اهمیت خبرې وکړې او د شهيدانو او معلولينو چارو نوي رئیس ته یې د بریا او پرمختګ هیله څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS