د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۱۵۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
Tue, Sep 16 2025 9:58 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ  د معلولینو د لاسنیوي په موخه پر (۱۵۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، د ویلچرونو سربېره هر معلول سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د ویلچرونو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفی ‌الله سدید او د یاد ریاست کارکوونکو هم شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له دې مخکې هم په مرکز او ولایتونو کې زرګونو تنو مستحقو معلولینو ته، ساده او برېښنایي ویلچرونه وېشلي دي، څو هغوی وکولای شي په ژوند کې له اسانتیاوو او مناسبو امکاناتو څخه برخمن او د ورځیني ژوند ستونزې یې حل شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS