د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د کنړ ولايت زلزله‌ ځپلو سیمو ته سفر وکړ

asad_admin
Sun, Sep 07 2025 9:33 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني تر مشرۍ لاندې یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش او ټولنيزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني يې ملتيا کوله، د ختیځ زون او په ځانګړي ډول د کنړ ولايت هغو سیمو ته یې سفر وکړ چې د وروستۍ زلزلې له امله زرګونه تنو هیوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او د ګڼ شمېر کورنیو ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

محترم شیخ صاحب له زلزله ځپلو سره یې خواخوږي او همدردي څرګنده کړه، د متضررو کورنیو سره يې یو میلیون (۱۰۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره کړه، د دې سربیره (۵۰) عرادې ویلچرونه هم پر مستحقو کسانو ووېشل شول.

همداراز محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کنړ ولایت له والي محترم مولوي قدرت الله سره هم ليدنه وکړه، د دې ليدنې پر مهال د کنړ ولايت د والي مرستيال، د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مفتي عبید الله حقاني، د امنيه قومندان او ځینو نورو چارواکو هم حضور درلود.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د‌ کنړ ولايت له والي څخه وغوښتل چې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره بنسټیز پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي تر څو د‌ هغوی ستونزو ته په بشپړ ډول رسيدګي وشي.

د دې ترڅنګ محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست لپاره د نوې ځانګړې شوې ودانۍ څخه هم لیدنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS