په پنجشېر ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Tue, Sep 02 2025 2:21 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ یو پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدين صاحبزاده، همداراز د تطبيقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړي محترم خیبر شېرزاد یې ملتيا کوله، پنجشېر ولايت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې د ترسره شویو فعاليتونو او کړنو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د دې ارزونې په ترڅ کې د شهيدانو کورنيو او معلولينو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د تثبيت او ثبت پروسه او همداراز اداري چارې  له نږدې وارزول شوې، شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه او د‌ حل په موخه یې اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

په پام کې ده د‌ یادې ارزونې‌ د پایلو راپور به د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مشرتابه سره شریک شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS