د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Tue, Jul 01 2025 10:12 AM

د چارو د ښه سمون او یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ په ياد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي نورالحق حقاني د کارکوونکو لپاره مهمې لارښوونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې کارکوونکي باید خپلې سپارل شوې دندې د‌ الهي امانت په توګه په پام کې ونيسي او په ټاکلي وخت، مسؤلانه او دقیق ډول یې ترسره کړي، له هر ډول غفلت، بې‌پامۍ څخه په کلکه ډډه وکړي.

 د دې غونډې په پای کې ګډونوالو هم خپلې ستونزې شریکې کړې او د حل په موخه یې د محترم مولوي نورالحق حقاني له لورې لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS