د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي په کاپیسا او پروان ولایتونو کې د یو شمېر معلولینو سره نغدي مرستې ترسره کړې

asad_admin
Mon, May 05 2025 9:12 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود چې د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش یې ملتیا کوله، کاپیسا او پروان ولایتونو ته یې د سفر پر مهال د یو شمېر معلولینو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدل شوې، همداراز د معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه له هر مستحق سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

یاده نغدي مرسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړې مهرباني او شفقت له مخې د  یو شمېر هغو مجاهد معلولینو لپاره چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، ځانګړې شوې ده.

د یادو نغدي مرستو د وېش پروسه د شفافې قرعه‌ کشۍ له لارې تنظیم شوې ده او د هغو کسانو نومونه چې په قرعه کشي کې راوتلي دي، هغوی سره به نغدي مرستې ترسره شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS